اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو امنیت او حقونو رعایت ته ځان ژمن بولي

اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو امنیت او حقونو رعایت ته ځان ژمن بولي افغانستان
د امیرالمؤمنین پیغام

د عالیقدر امیرالمومنین له لوري د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ټولې امارتي ادارې مکلفې ګڼل شوې، چې د هېواد د ښېرازۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره دې پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

په دغه پیغام کې پر پانګوالو هم غږ شوی، چې د افغانستان د پرمختګ او ځان بساینې برخه کې دې خپل مسولیت ادا او بېلا بېلو برخو کې دې پانګونه وکړي.

د امیر المومنین له لوري خپور شوي دې اختریز  پیغام کې  تر ډېره پر اقتصادي همکاریو هم ټېنګار شوی دی.

له ټولې نړۍ او په تېره له اسلامي هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړېکو  دوام بل هغه مهم بحث دی، چې افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته ژمنتیا ښودلې ده.

 په پیغام کې راغلي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په تېره له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي، او په دې برخه کې یې خپل مکلفیتونه ادا کړي.

تړلي موضوعات