افغانستان کې د غنمو حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دوی د احصایې او شمېرې ښيې چې افغانستان کې د موسمي بارانونو سره د غنمو حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد وزارت د اعلان شویو شمېرو له مخې روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې ټول هېواد کې په ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي، چې ۴.۹ میلیونه مټریک ټنه حاصلات به ترې راټول شي.
د معلوماتو له مخې افغانستان یوه کال کې ۶.۹ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې د غنمو زیاتېدو ته په کتو به هېواد دوه میلیونه ټنه نورو غنومو ته اړتیا ولري.