ا.ا د علم پرمختګ او دې ډګر کې له سیمې او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی
د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندامحمد ندیم د فدراتیف روسیې د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې ته په وینا کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد د سیاسي، اقتصادي او نورو برخو تر څنګ په تحصیلي ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او اسلامي امارت د علم پرمختګ او دې ډګر کې له سیمي او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، چې افغانستان تل د نورو له یرغل سره مخ شوی، خو د هیڅ هیواد په کورنیو مسایلو کې یې مداخله نه ده کړې او له نورو هیوادونو هم همدا هیله لري.
ښاغلي وزیر د دغې ناستې له غړو هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې دګډو
همکاریو هوکړې او تړونونه لاسلیک او عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې په یاده ناسته کې ۴۲ هېوادونه غړیتوب لري او هر کال د فدارتیف روسیې په تاتارستان هېواد کې جوړېږي.