اسټرالیا افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شویو وحشتونو څېړنه کوي
د اروزګان ولایت مقام خبر ورکړی چې د اسټرالیا هېواد ژورنالیسته او د جنګي جنایتونو متخصصه میشال جاسمین د اروزګان والي سره کتنه کې دغه هوډ څرګند کړی دی.
میشال جاسمین ویلي، اروزګان ته یې د سفر موخه دې ولایت کې د تېر شل کلن اشغال پر مهال د امریکایي او اسټرالیایي پوځیانو له لوري د شویو وحشتونو څېړنه ده.
د اروزګان والي د اسټرالیايي ځواکونو له لوري دې ولایت کې د شویو وحشتونو په اړه د شفافي څېړنې غوښتنه کړې او د هر راز مرستې ډاډ یې ورکړی.
مولوي عنایت الله شجاع همداراز غوښتنه کړې، چې نړۍ دې افغانستان ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د افغانستان حقیقت دې درک کړي.
دغه اسټرالیایي خبرياله او د جنګي جنایتونو څېړونکې داسې مهال روزګان کې د خپلو پوځیانو د شویو ظلمونو په اړه څېړنه کوي، چې هغه مهال په وار وار کورنیو او نړیوالو رسنیو ارزګان کې د اسټرالیایي پوځیانو له لوري د ملګي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي.
داسټرلیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې ارزګان ولایت کې لسګونه کروندګر او عام خلک چې په خپلو شخصي کارونو بوخت و، د شپې او ورځې له لوري په نښه کړي دي.