لغمان کې د یوې لویې قومي جګړې له پېښېدو مخنیوی وشو
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې لغمان کې یې هغه ۲۵ کسان نېولي چې په بېلا بېلو وسلو سمبال او د یوې قومي جګړې د پیل لپاره یې تابیا نیوله.
د کورنیو چارو وزارت په لېکنه دا ۲۵ کسان یې له ۳۰ مېله وسلو سره د لغمان الیشنګ ولسوالۍ ماسموت سیمه کې نیولي دي.
د سرچېنې په لېکنه یاده سیمه کې تېره ورځ د همدې قومونو ترمنځ وسله واله نښته هم شوې چې دواړو خواوو ته په کې تلفات هم اوښتي دي.