ټول مؤسسات دې خپله بودیجه په بنیادي پروګرامونو او حیاتي پروژو ولګوي

ټول مؤسسات دې خپله بودیجه په بنیادي پروګرامونو او حیاتي پروژو ولګوي افغانستان
بودیجه په بنیادي پروګرامونو او حیاتي پروژو مصرف کړي

د غزني والي حافظ محمد امین عمري د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د پکتیا زون مسئول ټوني سره په کتنه کې ویلي، مؤسسې دې د غزني ولسونو لپاره خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

حافظ محمد امین عمري د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې څخه د لا زیاتو پراختیایي پروژو غوښتنه کړې او د هېواد اوسني حالات یې د هېواد د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت بللي دي.

ښاغلي عمري همداراز غوښتنه کړې، چې ټول مؤسسات دې خپله بودیجه په بنیادي پروګرامونو او حیاتي پروژو مصرف کړي.

دې کتنه کې ټوني ویلي، افغانستان کې ډاډمن امنیت د دې لامل شوی، چې خپلې پروژې په  ښه ډول تطبیق کړي او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات