هوایي ځواکونو د فاریاب سېلاب ځپلو ته لومړني د اړتیا وړ توکي رسولي
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ لخوا تشکیل شوې بېړنۍ کمیټې مسؤلینو د فاریاب ولایت قرچي سیمې سیلاب ځپلو ته د هوایي ځواک په مرسته لومړني روغتیایي او خوراکي توکي رسولي دي.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندانۍ اړوند سل بستریز روغتون قومندان او د بېړنۍ کمېټې مسئول ملا احسان الحق فاروقي حریت نیوز ته ویلي، د فاریاب د مرستیال والي او نورو مسئولینو په مرسته یې د یاد ولایت قرچي سیمې سېلاب ځپلو ته لومړني روغتیایي، خوراکي توکي، او البسې لېږدولې دي.
د راپورونو له مخې قرچي سیمه کمې د تېرې شنبې ورځې سېلابونو ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسولي، چې د دې سیمې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي او درملیزو توکو سربېره نغدي مرستې هم وشوې.
د یادونې ده، چې تېره شنبه د فاریاب ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د راوتلو سیلابونو له امله ۶۵ کسان شهیدان او دغه راز لسګونه کورونه او کلي هم ویجاړ شوي دي.