د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د ایران ولسمشر پر مړینه خواشیني ښودلې
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په مړینه خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي کورنۍ ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت په دې غم کې دوست او ګاونډي هېواد ایران سره ترڅنګ ولاړ دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د دې هیواد بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ګډون لوړرتبه پلاوي تېره ورځ د چورلکې لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.