شمال کې د ورښتونو دوام، فاریاب کې سېلابونو د سر او مال درانده زیانونه اړولي دي
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو په دوام پرون شنبه د فاریاب ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم خونړي سېلابونه راوتلي، چې له امله یې د دې ولایت د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو ته پر ځاني زیان سربیره مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس شمس الدین محمدي حریت نیوز ته ویلي، د دې سېلابونو له امله په بلچراغ ولسوالۍ کې ۴۱ تنه، چهلګزي کې ۵ کسان او قرغان ولسوالۍ یو اوسیدونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته مهال د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې فاریاب کې د راوتلو سېلابونو له امله د ۵۶۰ استوګنیزو کورونو په ویجاړیدو سربیره ۸۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې او د دوه زره مېوه لرونکو ونو په ګډون ۳۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.
د یادونې ده، چې دا مهال په بغلان، غور او فارياب ولايتونو کې د راوتلو سیلابونو له امله له زیانمنو سره د دولتي او غیر دولتي مرستندويو ډلو له لوري مرستې دوام لري.