د بامیان برید په تړاو امنیتي ځواکونو څلور تنه نیولي

د بامیان برید په تړاو امنیتي ځواکونو څلور تنه نیولي افغانستان
امنیتي ځواکونو د دې برید په تړاو ۴ تنه نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په ټویټر لیکلي، چې تېره ورځ مازیګر مهال په بامیان ولایت کې پر ملکي وګړو ډزو کې یو افغان او دري بهرني وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي قانع ویلي، چې په دغه برید کې د درې افغانانو او ۴ بهرنیو وګړو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي هم دي.

د یاد وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، امنیتي ځواکونو د دې برید په تړاو ۴ تنه نیولي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اسلامي امارت د دې پېښې د غندنې تر څنګ د قرباني وګړو له کورنیو سره خواخوږي ښیي او ډاډ ورکوي، چې ټول مجرمین به پیدا او د شریعت منګولو ته وسپارل شي.

بلخوا رویټرز خبري اژانس د هسپانیا بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې دې برید کې یې درې وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

تړلي موضوعات