د مالیزیا تخنیکي او مسلکي پروګرامونو کې افغانانو ته هم برخه ورکول کېږي

د مالیزیا تخنیکي او مسلکي پروګرامونو کې افغانانو ته هم برخه ورکول کېږي افغانستان
د مالیزیا تخنیکي همکاریو پروګرام مشر ډویورین جیک سره کتلي

پلازمېنه کوالالمپور کې د افغانستان سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا تخنیکي همکاریو پروګرام مشر ډویورین جیک سره کتلي.

دغه کتنه چې د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت کې شوې نقیب الله احمدي د دې هېواد تخنکیي او مسلکي لنډمهاله پروګرامونو کې افغان دولتي مامورینو ته هم د ونډې ورکولو غوښتنه کړې.

ښاغلي احمدي ویلي، د افغان دولتي مامورینو د ظرفیت لوړونې لپاره به د مالیزیا له پروګرامونو او تجربو څخه ګټه واخلي.

دې کتنه کې ډیورین جیک دې پروګام کې د افغانانو ته هم د ونډې ورکولو ډاډ ورکړی. په خبره یې، د څانګو له ټاکلو وروسته به خپلو پروګرامونو کې افغان دولتي مامورین شامل کړي.

د مالیزیا تخنکي همکاریو پروګرام کې له ټولې نړۍ څخه دولتي مامورینو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

همدراز دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو هم ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات