سېلاب ځپلوسره د قطر د مرستو دوام؛ تازه یې بله جوپه هم هېواد ته راورسېده
ځایي مسوولین وایي، له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د قطر هېواد له لوري تېره ورځ یو ځل بیا د مرستو یوه الوتکه د مزار شریف هوايي ډګر کې ښکته شوه، چې ۴۲ تڼه خوراکي او د سرپناه توکي پکې شامل وو.
دا مرستې د قطر د خيريه موسسې او قطري سرې مياشتې له لوري هغو کسانو ته رالېږل شوې، چې بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله یې د کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړې دي.
د یادونې وړ ده چې د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر دولت ټولټال نږدې یو لک ټنه مرسته کړې ده، چې د کمپلو ترڅنګ بېلابېل خوراکي توکي په کې شامل دي.