بغلان کې پر ۵۵ کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د نغدي مرستو د وېش دا لړۍ په خپل لاس پیل کړه چې د هر شهید پر سر سل زره افغانۍ دي.
د یاد وزارت په ایکس پاڼه د سرپرست وزیر له قوله لیکل شوي، د مرستو دا لړۍ د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه پيل او ټول سېلاب ځپلي به ترې برخمن شي.
دا مرستې د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کېږي.
د تېرې جمعې په ورځ خونړیو سېلابونو بغلان کې د سر او مال درانده زیانونه واړول.
دا فغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په دغو سېلابونو کې ۳۱۵ کسان شهیدان او ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
سلګونه کورونه، لسګونه ټولګټې پروژې، کرنیزې ځمکې یا له مخې ویجاړې او یا هم تر ډېره زیانمنې شوي دي.
اسلامي امارت د خلکو د ژغورنې لپاره خپل ټول ځمکني او هوايي امکانات او وسایل وکارول چې د لویې بشري تراژیدۍ د پېښېدو مخه یې ډب کړه.