۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتو او بادونو اټکل شوی
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د چهارشنبې ورځې لپاره په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتو، تالندې او برېښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د سالنګونو په ګډون هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنگان، بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردگ، غزنی او لوگر کې د سختو بارانونو اورښت، او سېلابونو راوتلو اټکل شوی.
له بلې خوا په شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو کې د بادونو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې تېزوالی ۳۰ تر ۶۰ کیلومټره په ساعت کې وي.