بدخشان کې د کوکنارو اړولو کمپاین دوام لري

بدخشان کې د کوکنارو اړولو کمپاین دوام لري افغانستان
د قومي مشرانو او حکومتي پلاوي په منځګړیتوب حل شوه

کورنیو چارو وزارت وايي، تازه یې په ۷۱۷ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

دا عملیات د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت او د بدخشان امنیه قوماندانۍ منسوبینو په ګډه درایم، ارګو، کشم، بهارک، جرم، تشکان ولسوالیو او مرکز فیض اباد اړوند سیمو کې کړي دي.

څو ورځې وړاندې بدخشان کې د کوکنارو د اړولو پر سر د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو اوسیدونکو تر منځ شخړه وشوه چې د قومي مشرانو او حکومتي پلاوي په منځګړیتوب حل شوه.

تر دې شخړې را وروسته د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وویل، چې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او پلور په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه فرمان پر ځای دی او هیڅوک ترې مستثنا نه دي او په ټولو به یو شان عملي کېږي.

د مخدره موادو د کرکېلې، قاچاق او سوداګرۍ د مخنیوي په تړاو داسلامي امارت پالیسي په سیمه ییزه او نړېواله کچه ستایل شوې ده.

تړلي موضوعات