زابل کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد مقبرې ته څېرمه یوه دیني مدرسه جوړېږي

زابل کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد مقبرې ته څېرمه یوه دیني مدرسه جوړېږي افغانستان
په درې پوړونو کې به د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت جوړه شي

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله مقبرې ته څېرمه د یوه خیریه بنسټ له لوري دیني مدرسه جوړېږي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دې مدرسې د بنسټ ډبره د مرحوم امیرالمؤمنین زوی او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو له لوري کېښودل شوه، چې په درې پوړونو کې به د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت جوړه شي.

ټاکل شوې د دې مدرسې عملي چارې به تر راتلونکو څو ورځو د اتحاد الجمعیات خیریه بنسټ له لوري پیل شي، چې تر شپږو میاشتو به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تړلي موضوعات