د حج او اوقافو وزیر د ترکیې ولسمشر سره وکتل
د ارشاد حج او اقافو وزارت وایي، د دې وزارت وزیر مولوي نورمحمد ثاقب د اسلامي نړۍ علماوو غوندې څنډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي.
یاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې د ترکیې ولسمشر اردوغان په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او ښه حال څخه خوښې ښودلې.
په دې کتنه کې د هېواد د حج او اوقافو وزیر له ترکیې سره د غوره اړیکو غوښتنه کړې او هيله یې ښودلې، چې ترکیه دې د اسلامي امت د ستونزو حل لپاره رغنده رول ادا کړي.