اقتصادي مرستیال د سېلاب ځپلو وضعیت د ارزونې لپاره بغلان ته سفر کړی

اقتصادي مرستیال د سېلاب ځپلو وضعیت د ارزونې لپاره بغلان ته سفر کړی افغانستان
بغلان کې د وړمې ورځې سېلابونو ۳۱۵ تنه شهیدان کړي او ۱۶۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو د وضعیت ازونې په موخه تېره شپه یاد ولایت ته په سفر تللی دی.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د بغلان ولایت له مسئولینو سره د وروستۍ پېښې قرباني کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو د درملنې، د خوراکي توکو د برابرولو، د موقتي سرپنا په اړه مسئولینو او مرستندویه ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

د ښاغلي ملا برادر اخوند بغلان ته له رسېدو سره سم طبیعي پېښو ته د رسېدو دعالي کمېسیون د مرستو، ژغورنې، روغتیا او ټپیانو درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو برابرولو کمیټو په خپلو برخو کې فعالیت پیل کړی دی.

بلخوا د کډوالو چارو وزارت تازه ویلي، بغلان ولایت ته یې کمکي بستې لیږلي، چې البسې، خیمې او ترپالونه په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت تر دې وړاندې په خپل راپور کې ویلي و، چې په بغلان کې د وړمې ورځې سېلابونو ۳۱۵ تنه شهیدان کړي او ۱۶۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات