ملي دفاع وزارت بغلان کې سېلاب ځپلو ته د رسیدنې لارښوونه کړې
ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د دې وزارت رهبري په بغلان کې د سېلاب ځپلو وضعیت ته د رسیدنې په موخه د هوایي ځواک، د انجنیري سیمه ییزې لوا، د قطعاتو مسئولینو او د ۲۱۷ عمري قول اردو ته لارښوونه کړې، چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د دې پېښي له قربانیانو سره له هیڅ ډول مرستې څخه دریغ ونه کړي.
یاد وزارت ویلي، چې له نن سهار راهیسي یې هوایي ځواک په سېلاب ځپلو سیمو کې د تخلیې عملیات پیل کړي او په سېلابونو کې د سلګونو بند پاتې کسانو ترڅنګ یې تر سلو زیات ټپیان د ۲۱۷ عمري قول اردو روغتون ته انتقال کړي دي.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو زیانمنو کورنیو ته د خوراکي، درملو او لومړنیو توکو پروسه هم پیل کړې ده.
داپه داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت رهبري اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې په ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو وضعیت ته د رسېدنې لپاره سمدستي لاس په کار شي.
داپه داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت رهبري اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې په ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو وضعیت ته د رسېدنې لپاره لاس په کار شي.