تېره ورځ ۲۶۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۶۹ کډوالې کورنۍ په جبر هېواد ته راستنې شوې.
د کډوالو چارو وزارت د سیمه ییزو مسئولینو د راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم له لارې ۷۰، د سپین بولدک له لارې ۴۸، د نیمروز له لارې ۵۷ او د هرات اسلام کلا له لارې ۹۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد وزارت ویلي، د راستنو شویو کورنیو له ډلې یې ۶۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او په پاتې نورو یې مرستې وېشل شوې دي.
دغه شمېر کډوالې کورنې داسې مهال هېواد ته راستنېږي، چې د هوا په ګرمېدو سره له ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه په جبر د کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده.