د حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د عالمانو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر وکړ

د حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د عالمانو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر وکړ افغانستان
د اسلامي امت د یووالي او توجیې په اړه هم خبرې اترې وشي

د ارشاد حج او اوقافو وزیر مفتي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوي د ترکیې د دیني چارو ادارې رئیس پروفیسور دوکتور علي ارباش په رسمي بلنه د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې به د اسلامۍ علماء، اسلامي امت او ټول انسانیت ته له ورپېښو ننګونو او ګواښونو څخه د راوتلو پر لارو چارو خبرې وکړي.

همداراز په دې غونډه کې به د اسلامي مشترکو قضایاوو پر وړاندې د واحد موقف او په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امت د یووالي او توجیې په اړه هم خبرې اترې وشي.

ټاکل شوې دغه غونډه به د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي.

افغان پلاوی داسې مهال ترکیې ته سفر کوي، چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت پلاوی د ګامبیا هېواد په کوربتوب د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۵مه سرمشریزه کې ګډون کړی و.

تړلي موضوعات