د متحده عربي امارتو کې ۴۲ افغان بندیان له زندان څخه ازادیږي

د متحده عربي امارتو کې ۴۲ افغان بندیان له زندان څخه ازادیږي افغانستان
د هغوی د ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اوچت کړي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت په لارښوونه او همغږۍ او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت د پرلپسې هڅو په پایله کې د دې هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه د ۴۲ افغان بندیانو د ازادېدو پرېکړه شوې.

د یاد وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه افغان بندیان د اماراتو حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شوي، چې یو شمېر یې ازاد او پاتې به یې په نږدې راتلونکي کې ازاد شي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی، چې د نړې په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له احوال څخه ځان خبر کړي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې داسلامي امارت مسئولینو په هڅو د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه هم په زرګونو افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه کړي.

تړلي موضوعات