تېره ورځ تر ۳۵۰۰ زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېره ورځ تر ۳۵۰۰ زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي افغانستان
راستنېدونکو کډوالو ته یې پوره چمتووالی نیولی دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او جبر ۳ زره ۵۰۹ تنه کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې د دې کډوالو له ډلې یې ۲زره ۸۰۹ تنه له ایران څخه په خپله خوښه او جبر د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

همداراز تېره ورځ له پاکستان څخه هم ۷۰۰ تنه کډوال په جبر هېواد ته راستانه شوي.

دغه شمېر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو راستانه شوي دي.

داپه داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د هوا له ګرمېدو سره سم له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ هم چټکه شوې، خو اسلامي امارت وار له مخه ویلي و، چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته یې پوره چمتووالی نیولی دی.

تړلي موضوعات