تېرو دوو میاشتو د نشه یې توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ تنه نیول شوي
د کابل امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د کابل پولیسو په تېرو دووه میاشتو کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ نیول شوي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه ویلي، له نیول شویو کسانو څخه پولیسو۲۷۰ ګرامه هیروئین، ۷.۶۴ګرامه شیشه، ۵زره ۵۰۵ قرصه ټابلیټ K، څه باندې ۲۰ زره قرصه ذیکب، ترمادول او تابلین، ۱۸.۲۱ کیلو ګرامه چرس، ۵۵۳ ګرامه تریاک، دوه لیټره او ۳۴ بوتله شراب، ۳۴۰ لیتره خثا شوي ممیز، ۲۰۰ سیټه مبایلونه، ۱۸۴ زره افغانۍ، ۲۰۰ ډالر او شپږ عرادې موټر ترلاسه کړي.
خالد ځدراڼ ویلي، د دې ترڅنګ ۲۹۷ روږدې راټول شوي او په سروبې ولسوالۍ کې ۳۳ جریبه ځمکه هم د نشه یې توکو له کښت څخه پاکه شوې.
د یادونې ده، چې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق او پلور په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه له لوري له بندیز وروسته، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه هم ګړندۍ شوې، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې په زرګونو جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې او سلګونه تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.