د MCC چینایي شرکت مسئولینو د مس عینک پروژې عملي چارو پیل ته چمتووالی ښودلی
د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، چې د اطلاعاتو کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه، کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال او د لوګر والي یې هم ملتیا کوله له مس عینک کان څخه لیدنه کړې.
د دغه وزارت له لوري خپاره شوي خبر کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د MCC شرکت مسئولینو د مس عینک پروژې د پرمختګ او کاري فعالیتونو، د لرغونو اثارو ساتنې د پلان نهایي کېدو، د کمپونو جوړېدو او د لوېدیځ عینک کان د اکتشافي چارو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي.
سرچینه زیاتوي، چې لیدنه کې د چینایي شرکت مسئولینو ویلي، چمتو دي چې د پروژې عملي کار پیل کړي، او ډاډ یې ورکړی، چې د پروژې عملي کار پیل سره به لرغونو اثارو ته کوم زیان ونه رسیږې.
له بل لوري بیا د اطلاعاتو کلتور وزیر هم د دې پروژې د کار ژر پیل غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې، چې د چټکتیا په برخه کې به یې لازمې همکارۍ وکړي.