بدخشان کې چاودنې یو مجاهد سرتېری شهید کړی

بدخشان کې چاودنې یو مجاهد سرتېری شهید کړی افغانستان
د دې پيښې په تړاو د پولیسو پلټنې دوام لري

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبر ورکړی، چې د بدخشان په مرکز فیض آباد کې د ماین چاودنې له امله یو پولیس سرتېری شهید شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.

ښاغلي قانع ویلي، دغه پېښه د سړک پر غاړه له وړاندې په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي هغه ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې د پولیسو یو کاروان د نشه یي توکو د له منځه وړلو په موخه روان وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د دې پيښې په تړاو د پولیسو پلټنې دوام لري.

تړلي موضوعات