افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې هیڅ خنډ نشته

افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې هیڅ خنډ نشته افغانستان
د عملي او تخنیکي اړخونو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرائيوي رئیس سره په کتنه کې ویلي، ټاپي پروژه د ټولو ګډونوالو هېوادونو په ګټه ده.

په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د عملي او تخنیکي اړخونو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې شوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، شیخ شهاب الدین دلاور د دې پروژې په ژر تر ژره پلي کېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې د ټاپي پر وړاندې هیڅ ډول خنډ وجود نه لري.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کارونو د لاچټکتیا په موخه هوکړه کړې، چې د یادې پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاري ډلې جوړوي.

د یادونې ده، چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به نړیوالې ټولنې او نړیوالو پانګوالو ته څرګنده شي، چې په افغانستان کې د پانګونې او کارموندنې لپاره فرصتونه موجود دي.

تړلي موضوعات