ا.ا له بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لګښتونه پوره او بنسټیزې پروژې پیل کړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په یوه ولسي غونډه کې ویلي، اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد د ابادۍ او رغونې تر څنګ، په سیاسي ډګر کې هم د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی او شپه او ورځ د هېوادوالو د هوساینې لپاره کار کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت په نږدې درې کلونو کې توانېدلی، چې له بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لګښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې بنسټیزې پروژې پیل کړي.
نوموړي له اسلامي نظام ننګه د حکومت او ولس شریکه دنده بللې، چې په خبره یې له ګاونډیو او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د سالم سیاست پایله ده.
سیاسي مرستیال همدا راز ویلي، د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغان استازو ګډون د افغانستان سیاسي بریا او له نړې سره د مثبت تعامل نښه ښیي.