له یو شمېر مؤسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکوي، چې له همکارو مؤسسو سره یې بېلابېلو برخو کې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دغه وزارت تازه خپاره کړي خبر کې ویلي، دغه هوکړه لیکونه چې هېوادوالو ته د فني او حرفوي زدهکړو، د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو څخه د ساتنې او بشري مرستو برخو کې له ۸ ملي او نړیوالو مؤسسو سره لاسلیک شوي، په عملي کېدو سره به یې په کابل، کاپیسا، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې دوه زره تنه هېوادوال برخمن شي.
سرچینه زیاتوي، چې پر همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یاد وزارت له همکارو مؤسسو غوښتي، چې خپل فعالیتونه دې له وزارت سره په نږدې همکارۍ او د پالیسۍ او اصولو مطابق ترسره کړي.