هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د ټولنې نظم اخلال کړي

هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د ټولنې نظم اخلال کړي افغانستان
له هېواده دفاع کولو ته تیار دي

د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان ملا رحمت الله محمد اکا د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره په کتنه کې د بلخ ولایت امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

ملا رحمت الله ویلي، د دې قول اردو مجاهدین له لوړې روحیې برخمن دي او له هېواده دفاع کولو ته تیار دي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د خلکو امنیت او د ټولنې نظم اخلال کړي.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، امنیت د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی او هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسیږي.

ښاغلي حنفي ویلي، د مجاهدینو سرښندنو او قربانیو په پایله کې د افغانستان خلک له بشپړې خپلواکۍ او امنیته برخمن دي. 

تړلي موضوعات