ګمرکي مسؤلینو تېر کال نږدې ۱۸۰ زره ټنه قاچاقي توکي نیولي
مالیې وزارت د تېر ۱۴۰۲ مالي کال پر مهال د هېواد ګمرکونو کې په زیاته اندازه د قاچاقي توکو د کشف او ترلاسه کېدو خبر ورکوي.
مالیې وزارت تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو دهېواد ګمرکونو کې د نیول شوو قاچاقي توکو په اړه ارقام خپاره کړي او ویلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني مسؤلینو تېر مالي کال د هېواد بېلابېلو ګمرکونو کې د یو لک او ۷۸ زره ۱۹۴ ټنه غیرقانوني او بې کیفیته قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ترلاسه شوو توکو کې روغتیايي، کرنیز او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه یي مواد او داسي نور شامل دي، چې د قاچاق کوونکو له لوري په غیر قانوني ډول له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته وارېدېدل، چې په تړاو یې نیول شوي کسان هم قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادولو ده، چې دا مهال هم د هېواد په ټولو ګمرکونو او لویو لارو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې مسؤلین فعالیت لري، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي تر څو په غیرقانوني ډول توکي قاچاق کړي.