غور کې د سېلابونو له کبله له زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت غور کې د زیاتو اورښتونو او سېلابونو راوتو له کبله د زیاتو کورنیو د بې ځایه کېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت تازه خپاره شوي خبر کې ویلي، چې د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو مرغاب او چهارسده کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۲۰ کلي اغېزمن کړي، چې پر مهال یې له یو زر او ۷۳ زیاتې کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې.
د وزارت د شمېرو له مخې دغو سېلابونو کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې، همداراز د ۵۵ هټیو ترڅنګ ۵۶۲ د اوسېدنې کورونه په بشپړ ډول او ۳۰۳ نور یې په جزئي ډول تخریب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې د اورښتنو څپې پر پیل سره ګڼ شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي، چې ورسره جوخت د اسلامي امارت ټول ارګانونه په ځانګړي ډول پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت بشپړ چمتوالی لري او د سېلابونو پر مهال یې ګڼ شمېر زیانمو او بند پاتې هېوادوالو ته پروخت رسیده ګي کړې او ژغولي یې دي.