د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ رامنځته شوی سوء تفاهم حل شوی

د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ رامنځته شوی سوء تفاهم حل شوی افغانستان
د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل دوام لري او پر وړاندې یې هیڅ ډول خنډ نشته

د بدخشان ولایت مرستیال والي قاري امین الله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په رسنیو کې د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د اسلامي امارت پر وړاندې د پاڅون خبرونه حقیقت نه لري.

قاري امین الله ویلي، په درایم او ارګو ولسوالیو کې د ځوانانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سوء تفام د مشرانو په منځګړیتوب حل شوی او د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د کوکنارو د له منځه وړلو ژمنه کړې.

بلخوا د درایم ولسوال مولوي اعجاز الحق نبي زاده ویلي، لا هم د دې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل دوام لري او پر وړاندې یې هیڅ ډول خنډ نشته.

په ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ویلي، د دولت ضد لاریون نه دی شوی، بلکې رامنځته شوی سوء تفاهم یې په خپل وخت حل او فصل کړی دی.

د یادونې ده، چې د بدخشان ولایت په ارګو او درایم ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ وروسته له هغه سوء تفاهم رامنځته شو، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د کوکنارو د مخنیوي کمپاین د یو شمېر کروندګرو د اعتراض سبب شوی وو.

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد تیره شپه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په بدخشان کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی ټاکل شوی، چې د یادو ولسوالیو له مشرانو سره تر لیدنې وروسته به یاده ستونزه په اساس ډول حل کړي.

تړلي موضوعات