ننګرهار کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ننګرهار ولایت کې له سرک څخه د یو مرسډیز موټر د اوښتو پېښه کې ۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې دغه ټرافیکي پېښه د جلال آباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د امان الله خان ښارګوټي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي ویلي، چې د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
یاد وزارت د دغې ټرافیکي پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطۍ ښودلې ده.