د ګډو زده کړو قومندانۍ کې څه کم شپږ سوه پوځي وسایط بیا رغول شوي

د ګډو زده کړو قومندانۍ کې څه کم شپږ سوه پوځي وسایط بیا رغول شوي افغانستان
پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي، چې د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې ۵۸۶ عرادې بیلابیل ډوله پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي. 

دفاع وزارت ویلي، دغه پوځي وسایط له تېرې ادارې څخه ویجاړ پاتې و، چې د تېرو څو میاشتو پر مهال د دې قومندانۍ د تخنیک برخې انجنیرانو له لوري بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

د یادونې وړ ده، چې په دې بیا جوړو شویو پوځي وسایطو کې ۳۵۹ عرادې رینجرې، ۶۰ هاموې ټانګونه، ۶۰ عرادې انټرنېشنل او کاسټر، فورکلیفټ، کرینونه او موټرسایکلونه شامل دي. 

باید یاده شي، چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو پوځي مرکزونو کې دې ته ورته په زرګونو له تیرې ادارې څخه پاتې تخریب شوي پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

تړلي موضوعات