۲۷ ولایتونو کې د تېز باران او سېلابونو راوتلو خبر ورکړل شوی
ټرانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې سبا او بله ورځ د باران، واورې او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.
د دې دریاست د معلوماتو له مخې کابل، هرات، فراه، نمیروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکندی، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، بدخشان او تخار ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی.
د یادو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵- ۶۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.