ا.ا د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه لري
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د کرنې سکټور د هرې برخې ملاتړی دی او په دې برخه کې یې د اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کړې، تر څو د هېواد اوبه په منظم ډول مدیریت شي.
ښاغلي حنفي نن د کرنېزو محصولاتو نندارتون پرانیست غونډې ته خبرو کې ویلي، د هېواد اتیا سلنه وګړي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایي، چې د کرنې سکټور پیاوړتیا به د بزګرانو د پیاوړتیا لامل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د زراعتي محصولاتو د پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري او د دې لپاره یې منظم پلان جوړ کړی دی.