ا.ا. د کرنې سکټور د پیاوړتیا پر لوري بیایي

ا.ا. د کرنې سکټور د پیاوړتیا پر لوري بیایي افغانستان
د کرنې سکټور له پیاوړتیا سره هېواد د ځان بسیاینې په لوري بوزي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د پرانېستنې په مراسمو کې ویلي، کرنیز محصولات د هېواد داقتصاد لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، ځکه کرنیز محصولات د هېواد د صادراتو عمده برخه جوړوي. 

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت غواړي د کرنې سکټور له پیاوړتیا سره هېواد د ځان بسیاینې په لوري بوزي.

نوموړي له پانګوالو وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي او دوی په دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.

د کرنیزو محصولاتو دغه نندراتون د کابل په بادام باغ کې د «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول او د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» په نوم پرانېستل شو، چې د روانې غویي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.

تړلي موضوعات