ا.ا. د هېواد په ټولو پروژو کې له خپلو کدرونو څخه د ګټې اخیستنې هوډ لري
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د زده کړیالانو فراغت غونډه کې ویلي، اسلامي امارت مسلکي کدرونو ته اړتیا لري، د خدمت زمینه ورته برابروي او ملاتړ یې کوي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په ټولو پروژو کې له خپلو کدرونو څخه د ګټې اخیستنې هوډ لري.
نوموړي له تازه فارغو زدکړیالانو نه غوښتي، چې د هېواد په ابادۍ کې پوره ونډه واخلي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په دې دوره کې له انجنیري پوهنځۍ څخه ۷۵۹ تنه انجنیران فارغ شول، چې ۲۲۲ تنه یې ماسټري او پاتې نورو یې د لیسانس په کچه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.