تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه نږدې ۴۵۰۰ کډوال راستانه شوي

تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه نږدې ۴۵۰۰ کډوال راستانه شوي افغانستان
چې له مستحقو هغو سره مرستې هم شوې دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې غویي میاشتې په اتمه او نهمه نېټه د اسلام کلا له لارې له ایران څخه په خپله خوښه او جبر ۳ زره ۹۴۳ تنه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت ویلي، چې تېره ورځ له پاکستان څخه هم ۴۵۱ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له مستحقو هغو سره مرستې هم شوې دي.

دغه کډوال وروسته له هغې هېواد ته راستنېږي، چې وړمه ورځ د پاکستان حکومت وویل، د هغو کډوالو موده یې دوه میاشتې نوره هم غزولې، چې د کډوالۍ پي او ار (POR) کارتونه لري.

بلخوا د افغانستان اسلامي امارت وایي، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه یې کې یې له نړېوالو مرستندویه بنسټونه سره هم ناستې کړې دي.

تړلي موضوعات