روسي چارواکي: د الوتکې لوېدو پېښه کې ټوله سپارلۍ وژل شوې
د روسیې ختیځ کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې او ټوله سپارلۍ یې وژل شوې.
د روسیې بېړنیو خدماتو ادارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پېښه نن پنجشنبه رامنځته شوې او د ژغورنې ټیمونه د پیښې ځای ته په چټکۍ سره رسېدلي.
د روسیې فدرالي حکومت په الوتکه کې د مسافرو شمېر ۴۲ تنه ښودلی دی.
راپور راغلي، الوتکه له بلاګووشچنسک ښار نه ټنډا ته روانه وه دا هغه وخت له رادار څخه ورکه شوه چې د ناستې تیاری یې کاوه.
سرچینه وايي، الوتکه یوه ځنګله کې لوېدلې او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې د لامل په اړه د پلټنې امر کړی.