د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
یوشیاویونګ په اېکس په پاڼه لیکلي دې کتنه کې یې ګاونډیو او نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو او همکاريو پر لارو چارو او د افغانستان په بیارغونه خبرې کړې.
دواړو لوریو داسې مهال له نړۍوالې ټولنې سره د همکاریو پر لارو چارو خبرې کړې، چې افغان حکومت په وار وار له نړېوالې ټولنې سره په مثتب تعامل او رغنده اړیکو ټینګار کړی.
دا په داسې جال کې ده، چې دا مهال د نړۍ ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي، چې په تازه مورد کې المان کې د افغانستان سفارت ته د اسلامي امارت ډيپلوماټان رسېدلي.