هرات ګمرک کې لسګونه کیلو ایراني زعفران نیول شوي
د مالیي وزارت خبرې ورکړی، چې هرات ګمرک کې یې هېواد ته د ۲۶۴ کیلوګرامه ایراني قاچاقي زعفرانو له واردولو مخنیوی کړی.
یاد وزارت ویلي، دغه اندازه ایراني زعفران د هرات ګمرک د ګدام او تشریح کارکوونکو له لورې چې په یوې وارداتي محوله کې ځای پر ځای شوي وه نیولي.
د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکو غوښتل یاد زغفران په قاچاقي ډول افغانستان ته واړي او بیرته یې د افغانستان زعفرانو په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
د یادونې ده، چې د دغو زعفرانو په تړاو نیول شوي تورن کسان به د نورو اجراتو لپاره اړوند ارګاونو ته ور وپېژندل شي.