ننګرهار لرې پرتو سیمو کې ۵ مخابراتي انتنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

ننګرهار لرې پرتو سیمو کې ۵ مخابراتي انتنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبر ورکړی، چې لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په دوام د ننګرهار ولایت غني خېلو، کوټ، هسکې مېنې، رودات او چپرهار ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت ۵ انتنونه چې د ټي ډي اېف لسمه پروژه کې یادو سیمو ته په پام کې نیول شوي وو جوړ او د مکالماتي او انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو ریاست او د اترا ادارې ولایتي مسؤل ډاډ څرګند کړی، چې د دې انتنونو فعالېدو سره به د دې سیمو مخابراتي ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته لرو پرتو سیمو د مخابراتي ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او سلګونه مخابراتي انتنونه محرومو سیمو کې فعال شوي او یا یې چارې روانې دي.

تړلي موضوعات