فرانسه د یو خپلواک هېواد په توګه فلسطین په رسمیت پېژني
د فرانسې ولسمشر ویلي، فرانسه به ډېر ژر د یو خپلواک هېواد په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.
ایمانویل مکرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه پرېکړه به د روان کال سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غونډه کې اعلان کړي.
مکرون لیکلي«د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د خپلې تاریخي ژمنې په پوره کولو کې فرانسې پرېکړه کړې، چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.»
نوموړي زیاته کړې، اوس غزه کې د جګړې درولو او ملکي وکړو ژغورلو بېړنۍ اړتیا ده.
ښاغلي مکرو همداراز ټینګار کړی، چې غزه کې باید سمدستي اوربند وشي، ټول بندیان خوشې او د غزې خلکو ته په پراخه کچه مرستې ورسیږي.
د یادونې ده، که د فرانسې له لوري فلسطین په رسمیت وپېژندل شي، دا به د G7هېوادونو ډلې لومړنی هېواد وي چې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.