د غزې بشري مرستو اداره د فلسطینیانو په وژلو کې لاس لري

د غزې بشري مرستو اداره د فلسطینیانو په وژلو کې لاس لري نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا کانګرس غړې رشیده طلیب ویلي، غزه کې له لوږې هره ورځ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو په لارو کې بیا په ټنونو خوراکي توکي بند پاتې دي.

د غزې رسنیو مرکز د اغلې طلیب له قوله راپور کې ويلي، په پټه د مرستو وېشلو ځایونه د فلسطینیانو د وژلو جالونو لپاره جوړ شوي.

رشیده طلیب غزه کې د بشري مرستو وېش ادارې باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي«د غزې بشري مرستو اداره غیرقانوني ده، له قانون سرغړونه کوي.»

نوموړي یاده اداره د فلسطنییانو په وژلو کې په لاس لرلو تورنه کړې.

د امریکا کانګرس دغې غړې داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې غزه کې د بشري مرستو وېش مرکزونو کې په وږو فلسطینیانو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له کبله سلګونو تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي.

تړلي موضوعات