کلکو ګوزارونو اسرائیلي چارواکي د جګړې پای ته اړ کړي
د اسرائیلو باوري سرچینو ویلي، غزې کې د پوځ کمزوري کېدو له امله اسرائیلي اشغالګر رژیم د جګړې پای ته اړ کړي او په دې لټه کې دي چې جګړه ودروي.
د اسرائیلو نشراتي ادارې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنياهو هڅه کوي روانه جګړه پای ته ورسوي او په دې اړه یې له خپلو وزیرانو سره تازه خبرې کړې دي.
راپورونه زیاتوي چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ د ځواک او توان کمېدل هغه څه دي، چې نتنياهو او د پوځ لوی درستیز ایال زامیر یې د جګړې د ختمولو په اړه پرېکړې ته نږدې کړي.
سرچینې وایي، زامیر د ځمکنۍ جګړې په اړه نتنياهو ته مفصل راپور وړاندې کړی دی او هغه یې په دې قانع کړی، چې روان وضعیت داسې دی چې له پامه نه شي غورځېدای.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې غزه کې د حماس او مقاومت ډلو مجاهدینو بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي، ډېریو ځایونو کې جګړه لاس په لاس او آن څو ځله د اسرائیلي عسکرو د ژوندي نیولو هڅې شوي او دې کار صهیونېست پوځ کې وېره ګډه کړې.