تېره ورځ ۱۹ فلسطینیان له لوږې مړه شوي

تېره ورځ ۱۹ فلسطینیان له لوږې مړه شوي نړۍ
انځور ارشیف

وروسته له هغې چې غزه کې مرستو ته په تمه ۷۹ کسان د اشغالګرو له لوري شهیدان شول روغتیا پالانو ویلي، یوازې پرون یکشنبه ۱۹ نور فلسطیني وګړي له لوږې مړه شول.

د الجزیرې انګلیسي څانګې ویلي، دا کسان د غزې شمال، رفح ښار او زکیم پولې ته نږدې د مرستو په تمه و چې اسرائیلو په نښه کړل.

د مرستو وېش مرکز ته څېرمه یوه فلسطیني وګړی چې ټپیان یې پر بایسکیل لېږدولي وايي، « د ژوند کولو هېڅ لاره نه ده پاتې موږ یوازې نفس له خولې باسو او ژوند ته په سختیو دوام ورکوو»

له لوږې مړه شویو ته په غبرګون ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې غزه کې د لوږې بحران خطرناکې کچې ته رسېدلی.

د غزې حکومت وايي، د امریکا په بشپړ ملاتړ د اسرائیلو له لوري پیل شوې جګړه چې شاوخوا ۲۱ میاشتو راهیسې دوام لري له امله یې دغه تړانګه نږدې ټوله په کنډواله بدله شوې او  شاوخوا ۲۰۰ زره فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تړلي موضوعات