د ا.ا.ا زعیم د کندهار له میرویس روغتون لیدنه کړې
د افغانستان اسلامي امارت زعیم کندهار کې له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي امارت مشرتابه هلته ټول مریضان ولیدل، ډاکترانو او مسؤلینو ته یې لازمې لارښونې وکړې او طبي پرسونل او د روغتون عمله یې لا ډېره تشویق کړه.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د ا.ا.ا زعیم سره د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هم ملګری و.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه وخت نا وخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او سیمو لیدنه کوي او د چارو پر اغېزمنتیا او مسؤلینو ته د دندو په سم ډول ترسره کولو ټينګار کوي.