ګنډاپور افغانستان کې د سرطاني ناروغیو روغتون جوړولو ژمنه کړې
اسلام آباد کې افغان سفیر سردار احمد شکیب د خیبر پښتونخوا ایالت له وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور سره کتلي دي.
پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګري، ټرانزیټ، افغان کډوالو، د خلکو ترمنځ تګ راتګ او نورو اړوندو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
د سرچینې په خبره، ګنډاپور افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د روغتون جوړولو او همدا راز کرنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
یاده دې وي، چې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.